کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب الله "قادر 1" بالستیک توغندی چې په تل ابیب باندې د برید لپاره کارول شوی و، څه ځانګړتیاوې لري؟

5 میزان 1403 ساعت 10:33

د لبنان حزب الله اعلان وکړ چې د چهارشنبې په سهار یې تل ابیب ته څېرمه د اسرائیلو د څارګرې ادارې (موساد) د قوماندې پر مرکز برید کې د لومړي ځل لپاره د قدیر-۱ بالستیک توغندی کارولی دی.


آوا: د حزب الله توغندی چې نن د تل ابیب په څنډه کښې د موساد په مرکز وتوغول شو او د یو میلیون صهیونیسټانو پناه ځایونو ته یې واړوله، څه باندې ۱۷ ټنه وزن لری.
 
د لبنان حزب الله نن سهار د تل ابیب په څنډه کې د موساد مرکز د قدیر ۱ بالستیک توغندی په وسیله په نښه کړ. د حزب الله په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هدفي مرکز د قوماندانانو د وژلو او د پاڼو د چاودلو مسوول و.
 
عبراني رسنیو ویلي: دا لومړی ځل دی چې حزب الله له لبنان څخه د تل ابیب پر لور بالستیک توغندی توغوي او د «ارو» سیسټم یې د شنډولو لپاره فعال کړی دی.
 
عبراني وېبپاڼې "اسرائیل هم" لیکلي: دا راکټ له لبنان څخه د تل ابیب پر لور د شپې په ۰۶:۲۹ وتوغول شو، چې د اکټوبر د اوومې نېټې برید له غزې څخه ورته وخت دی.
 
د العالم د معلوماتو له مخې، د منځني واټن ویشتونکی «قدر ۱» توغندی تر ډیره حده د منځني واټن بالستیک توغندی دی چې د دښمن په خاوره کې د ستراتیژیکو سیمو او د قوماندې مرکزونه په ژوره توګه په نښه کولی شي.
 
لوړ دقت: "قادر 1" توغندي ډیر احتمال لري په پرمختللو لارښود سیسټمونو سمبال وي چې دوی ته اجازه ورکوي په دقیق ډول ځانګړي هدفونه په نښه کړي.
 
لوړ تخریبي ځواک: بالستیک توغندي لکه "قادر 1" معمولا د درنو جنګي سرونو څخه کار اخلي چې مهم هدفونه لکه نظامي اډې یا د قوماندې مرکزونه له مینځه وړي.
 
له مختلفو ځایونو څخه توغول: حزب الله د خپل غیر متمرکز ماهیت او د چریکي جنګي تاکتیکونو د کارولو له امله د دې وړتیا لري چې دا توغندي له مختلفو او پټو سیمو وتوغوي چې د دښمن لپاره د لانچ پیډ پیژندل او ویجاړول ستونزمن کوي.
 
په غیر متناسب جنګونو کښې کارول: د قدیر 1 توغندی په غیر متناسب جنګونو کښې د ستراتیژیکې وسیلې په توګه کارول کیږی او حزب الله ته اجازه ورکوی چې د صهیونیسټ رژیم په شان د پیاوړی دښمن پرضد دقیق او اغیزناک حملې وکړی .
 
په ټولیزه توګه د «قادر ۱» بالستیک توغندی کارول د سیمه ایزو دښمنانو په وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره د حزب الله او د دغې ډلې د هڅو د لوړ توغندیز ځواک ښودنه کوی.
 
د تیرې اونۍ په ترڅ کې حزب الله په خپلو وسلو کې نوي توغندي افشا کړل. "فادي 1 او 2" توغندي د تیرې دوشنبې په ورځ خدمت ته واستول شول.
 
دا توغندی له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی بالستیک توغندی دی چې اوږدوالی یې له ۱۵.۵ څخه تر ۱۶.۵۸ مترو پورې او قطر یې ۱.۲۵ متره دی.
 
د هغې وزن د 15 څخه تر 17.5 ټنو پورې دی او له 700 څخه تر 1000 کیلو ګرامه پورې جنګي سرې لري.
 
قدیر-۱ د مایع او جامد تیلو له ترکیب څخه کار اخلي او د بالستیک توغندیو سره ورته والی لري.
 
د دې توغندي واټن له ۱۳۵۰ څخه تر ۱۹۵۰ کیلومترو پورې توپیر لري.


د مطلب کود: 297404

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297404/د-حزب-الله-قادر-1-بالستیک-توغندی-چې-په-تل-ابیب-باندې-برید-لپاره-کارول-شوی-څه-ځانګړتیاوې-لري

آوا
  https://www.avapress.net