کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لبنان دصهیونیسټ رژیم د پرون د حملو د شهیدانو شمیر ۲۳ تنو ته لوړ شو

5 میزان 1403 ساعت 10:28

د لبنان د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې اعلان وکړ چې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د پرونې په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۲۳ او د زخمیانو شمیر ۹۵ تنو ته لوړ شوی دی.


آوا: د لبنان د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د نن ورځې په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۲۳ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۹۵ تنو ته لوړ شوی دی.
 
په همدې حال کښې د اسرائیلو د رژیم د پوځ په شمال کښې قوماندان وویل: مونږ د حزب الله په خلاف د عملیاتو نوی پړاو ته داخل شوی یو او باید په لبنان کښې د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی ولرو.
 
له بلې خوا صهیونیسټي ورځپاڼې هارتز لیکلي: له دریو عربو هیوادونو څلویښت زره پوځیان د سوریې د ګولان سیمې ته د حزب الله د ملاتړ او له اسرائیلي پوځیانو سره په احتمالي جګړه کښې د ګډون لپاره داخل شوي دي.
 
د صهیونیسټ رژیم د حملو په غبرګون کښې د لبنان د پارلیمان مشر نبیح بری وویل: مونږ د اسرائیلو د کړکیچ د ختمولو لپاره د نړیوالو په ملګرتیا سره جدی هلې ځلې کوو.
 
هغه زیاته کړه: راتلونکي ۲۴ ساعته سیاسي حل لارې ته د رسیدو د هڅو د بریالیتوب یا ناکامۍ په برخه کې خورا پرېکنده دي.


د مطلب کود: 297402

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297402/په-لبنان-دصهیونیسټ-رژیم-د-پرون-حملو-شهیدانو-شمیر-۲۳-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.net