کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو له خوا د اسلامي امارت د محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار

5 میزان 1403 ساعت 10:26

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له ملګرو ملتونو غوښتي چې خپل دریځ بدل کړي چې له امله یې اسلامي امارت د دغه سازمان په غونډو کې ګډون نه کوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په اړه ویلي چې د شته ستونزو یوازینۍ حل خبرې اترې دي او ملګري ملتونه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
 
د باختر اژانس د خبر له مخې، هغه زياته کړه چې ملګري ملتونه بايد خپل هغه دريځ پرېږدي چې پر بنسټ يې افغانستان ته په دا ډول غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
 
هغه دا هم وویل چې "افغانان" له نړۍ سره ښه تعامل غواړي.
 
ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړه چې افغانستان غواړي د بریکس په غونډه کې له ګډون سره د افغانستان پر اقتصادي مسایلو له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي.
 
څو ورځې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې ته د سرپرست حکومت د استازو په نه بلنه نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا د امریکا د سیاست خلاف کار دی. 


د مطلب کود: 297401

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297401/ذبیح-الله-مجاهد-د-ملګرو-ملتونو-له-خوا-اسلامي-امارت-محدودیتونو-پر-لرې-کولو-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.net