کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاپې پروژه د حکومت لومړیتوب دی

4 میزان 1403 ساعت 13:36

د هرات والي او د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو مرستیال د ترکمنستان له قونسلګرۍ او د ټاپي پروژې له مسوول سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د کار په چټکتیا او د دغې مهمې او حیاتي پروژې د پرمختګ په اړه ټینګار وکړ.


آوا - هرات: د ترکمنستان هېواد قونسل او د ټاپي پروژې مسوول د هرات له والي سره د ټاپي پروژې وروستي معلومات او پرمختګونه شریک کړل.

دوی د سیمه ییزې ادارې له هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه چې د دې پروژې د کار د چټکتیا او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

له بلې خوا د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا او د دغې مهمې او حیاتي پروژې پر پرمختګ ټینګار وکړ او دا یې د حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه وبلله.

د هرات والي همدا راز د ترکمنستان د قونسلګرۍ او د ټاپي پروژې د مسوولینو هڅې او ښې همغږي وستایله او هغوی ته یې د ستاینلیک په ورکولو سره قدرداني وکړه.

د ټاپي پروژه د هېواد له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده، چې د روان کال په لړم میاشت کې د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې رسماً پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.


د مطلب کود: 297365

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297365/د-ټاپې-پروژه-حکومت-لومړیتوب-دی

آوا
  https://www.avapress.net