د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل کې د روسیې سفیر د دې ادارې له مشر سره په کتنه کې ویلي چې د امریکا او نورو هېوادونو له خوا د افغانستان پر شتمنیو او نړیوالو بشري مرستو لګول شوي بندیزونه ظالمانه دي.
په کابل کې د روسیې سفیر:
د افغانستان پر شتمنیو د امریکا بندیزونه ظالمانه دي
4 میزان 1403 ساعت 11:25
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل کې د روسیې سفیر د دې ادارې له مشر سره په کتنه کې ویلي چې د امریکا او نورو هېوادونو له خوا د افغانستان پر شتمنیو او نړیوالو بشري مرستو لګول شوي بندیزونه ظالمانه دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
په کابل کې د روسیې سفیر وايي، د امریکا او نورو هېوادونو له خوا د افغانستان پر شتمنیو او پر نړیوالو بشري مرستو لګول شوي بندیزونه ظالمانه دي.
د روسيې سفير د اقليمي بدلون په اړه په وروستي نړيوال کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د نه ګډون له امله د افغانستان اندېښنې ومنلې او زياته يې کړه، چې روسيه له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده.
په دې غونډه کې مولوي خالص په ۱۶ نړیوالو کنوانسیونونو کې د غړیتوب یادونه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د دغو کنوانسیونونو تطبیق او رعایت ته ژمن دی او د غړیتوب فیس ورکوي، خو له بده مرغه چې همکاري نه کېږي.
په دې کتنه کې دواړو لورو په ټولو برخو په تېره بیا د چاپیریال او اقلیم د بدلون په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ایکس پاڼه کې د یو جلا خبر په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو رئیس د دغې ادارې له مشر سره په کتنه کې د دغه ادارې له افغانستان سره د اقلیم د بدلون اړوند مسلو په برخه کې مرسته او همکاري د دوام ډاډ ورکړی دی.
هغه وویل چې دا د افغان استازو لپاره زمینه برابروي چې د چاپیریال په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه دفتر مشر وايي، هڅه کوي نړۍ قانع کړي چې په افغانستان کې ځنډېدلې پروژې بېرته پیل کړي.
د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو له خوا په اذربايجان کې د اقليمي بدلون کنفرانس جوړ شي او تر اوسه په دې غونډه کې د افغانستان استازي نه دي بلل شوي.
د مطلب کود: 297350