کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر د زمردو درې زره قیراط خرڅ شوه

4 میزان 1403 ساعت 11:12

د پنجشېر ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۶۳۸ قیراط زمرد د ۷۴۷۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د پلور اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه زمرد د پنجشیر ولایت د اسلامی امارت د والی حافظ محمد آغا حکیم او د څارنې د کمیټې د مسول په حضور کې پلورل شوی دی. 

په پنجشېر کې د اسلامي امارت د کانونو او پټروليم رئيس مولوي محمد قاسم اميري د معلوماتو له مخې، دغه اندازه زمرد د دغه ولايت په ٢٦ مه داوطلبۍ کې پلورل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې ياد شوي زمرد د هېواد په ملي سوداګرو پلورل شوي دي.


د مطلب کود: 297344

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297344/د-پنجشېر-زمردو-درې-زره-قیراط-خرڅ-شوه

آوا
  https://www.avapress.net