افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې، د صهیونیسټ رژیم د بریدونو په سختو ټکو کې د غندلو په ترڅ کښې ویل شوی دی، چې په غزه کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم نسل وژنې ته په وخت ځواب نه ورکول. دغه رژیم د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
په دغه اعلاميه کښې له نړيوالې ټولنې هم غوښتل شوي دي چې په لبنان او فلسطين کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د مخنيوي او د ملکي وګړو د خونديتوب د تضمين لپاره عاجل او مسوولانه اقدامات وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې ده: دغه بریدونه چې په پایله کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه بې ګناه خلک وژل شوي، په نړیواله کچه یې جدي اندېښنې راپارولي دي.
په اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی چې د ملکي وګړو خوندیتوب او د تاوتریخوالي پای ته رسول باید لومړیتوب ولري څو د دغو جنایتونو د بیا تکرار مخنیوی وشي.