افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۴۶۷ تنو او د ټپیانو شمیر ۹۵ زره ۹۲۱ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۱۲ کسان شهیدان او ۴۳ نور ژوبل شول.
په عین حال کښې خبری سرچینو اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په مرکز کښې د البریج په کمپ باندې د صهیونیسټی رژیم د جنګی الوتکو په حمله کښې لږ تر لږه څلور کسان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.
ویل شوي دي چې د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي سیمو د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیر ۱۲ تنو ته رسیدلی دی.