په غزه کې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دفلسطین دپوځیانو درې قتل عامونه ترسره شوی چې له امله یې ۱۲ تنه شهیدان او ۴۳ نور ټپیان شوی دی .
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۴۶۷ تنو ته ورسید
4 میزان 1403 ساعت 11:03
په غزه کې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دفلسطین دپوځیانو درې قتل عامونه ترسره شوی چې له امله یې ۱۲ تنه شهیدان او ۴۳ نور ټپیان شوی دی .
آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۴۶۷ تنو او د ټپیانو شمیر ۹۵ زره ۹۲۱ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۱۲ کسان شهیدان او ۴۳ نور ژوبل شول.
په عین حال کښې خبری سرچینو اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په مرکز کښې د البریج په کمپ باندې د صهیونیسټی رژیم د جنګی الوتکو په حمله کښې لږ تر لږه څلور کسان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.
ویل شوي دي چې د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي سیمو د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیر ۱۲ تنو ته رسیدلی دی.
د مطلب کود: 297339