د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته نن (سه شنبه، ۳ میزان) کابل ته راورسېده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې له بریا وروسته هېواد ته راستنه شوه
3 میزان 1403 ساعت 14:48
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته نن (سه شنبه، ۳ میزان) کابل ته راورسېده.
آوا - کابل: د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ننوتلي دي.
دا لومړی ځل و چې د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د سیالیو لړۍ ترسره شوه.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې د ۲-۱ په پایلې سره بریا خپله کړي او د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه تاریخي لاسته راوړنه ولري.
د مطلب کود: 297313