په ازبکستان کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې په تاشکند کې د اسلامي امارت نوی سفیر شیخ عبدالغفار باهر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر رسماً خپله دنده پیل کړه
3 میزان 1403 ساعت 13:19
په ازبکستان کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې په تاشکند کې د اسلامي امارت نوی سفیر شیخ عبدالغفار باهر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
آوا - کابل: په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه موضوع اعلان کړه.
د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د نوموړي د معرفي په مراسمو کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت معین، سوداګرو، په ازبکستان کې میشتو مخورو او د سفارت دیپلوماتانو هم حضور درلود.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت په ازبکستان کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان د اسلامي امارت د نوي سفير په توګه د عبدالغفار بحر د ټاکلو اعلان وکړ.
د نړیوالو اړیکو د شنونکو په باور، دا ګمارنه د افغانستان په ډیپلوماسۍ کې د نویو پرمختګونو او له ګاونډیو په ځانګړې توګه له ازبکستان سره د اړیکو پراخېدو ته اشاره کوي.
د مطلب کود: 297304