افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت هوايي ځواک دوه امریکايي بلیک هاک الوتکې ترمیم کړې او الوتنې ته یې چمتو کړې دي.
د دغه وزارت کارکوونکي وايي، د دغه ځواک د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په مرسته دوی توانېدلي چې لسګونه بېلابېل ډوله الوتکې چې په تېره اداره کې ویجاړې شوې وې ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.
تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت د زرګونو پوځي وسایطو د بېرته نیولو اعلان کړی و.