کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع وزارت له خوا د استفادې لپاره د دوو پوځي الوتکو ترمیم او جوړول

3 میزان 1403 ساعت 11:24

د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت د هوايي ځواک تخنیکي او مسلکي انجینرانو دوې امریکايي بلک هاک پوځي الوتکې ترمیم کړې او الوتنې ته چمتو دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت هوايي ځواک دوه امریکايي بلیک هاک الوتکې ترمیم کړې او الوتنې ته یې چمتو کړې دي.

د دغه وزارت کارکوونکي وايي، د دغه ځواک د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په مرسته دوی توانېدلي چې لسګونه بېلابېل ډوله الوتکې چې په تېره اداره کې ویجاړې شوې وې ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.

تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت د زرګونو پوځي وسایطو د بېرته نیولو اعلان کړی و.


د مطلب کود: 297291

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297291/د-دفاع-وزارت-له-خوا-استفادې-لپاره-دوو-پوځي-الوتکو-ترمیم-او-جوړول

آوا
  https://www.avapress.net