کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو دریو کلونو کې په بغلان کې شل نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي

3 میزان 1403 ساعت 10:29

د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه يې په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولايت کې شل روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي.


آوا - کابل: د دغو مرکزونو د مسوولینو په وینا، د بغلان ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شوې ده.

د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالغفار احمدي وايي، چې دغه روغتيايي مرکزونه په لرې پرتو سيمو کې د بنسټونو په همکارۍ جوړ شوي دي.

ويل کيږي چې ددغو روغتيايي مرکزونو په جوړيدو سره به ٨٠ سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى پيدا کړي.

احمدي وويل چې ډېر ژر به په بغلان کې د روږدو ښځو او ماشومانو روغتون په فعاليت پيل وکړي.


د مطلب کود: 297281

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297281/په-تیرو-دریو-کلونو-کې-بغلان-شل-نوي-روغتیايي-مرکزونه-جوړ-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net