روسي رسنیو خبر ورکړی، چې اسلامي امارت روسي چارواکو ته یو لیک استولی، چې پکې د بریکس مشرانو په غونډه کې د سرپرست حکومت د مشرانو د ګډون غوښتنه شوې ده.
د برکس په غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون غوښتنه
3 میزان 1403 ساعت 10:22
روسي رسنیو خبر ورکړی، چې اسلامي امارت روسي چارواکو ته یو لیک استولی، چې پکې د بریکس مشرانو په غونډه کې د سرپرست حکومت د مشرانو د ګډون غوښتنه شوې ده.
آوا - کابل: روسي رسنیو ویلي چې یوري اوشاکوف ته د نورالدین عزیزي په لیک کې راغلي: موږ د بریکس په غونډه کې د لومړي وزیر د مرستیال عبدالغني برادر په ګډون د خپل لوړ پوړي پلاوي د ګډون لېوالتیا لرو.
د ایرنا په وینا؛ د برکس په غړیتوب کې د افغانستان لېوالتیا ښيي چې دغه هېواد پر لویو قدرتونو د خپل انحصار د کمولو، د ځان لپاره د یوه خپلواکه راتلونکې د رامنځته کولو او د امریکا د یو اړخیزې او اقتصادي ترهګرۍ د له منځه وړلو د لارو چارو په لټه کې دی.
ټاکل شوې د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډه د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي.
د BRICS په نوم د یوې ډلې د جوړولو پلان په 2001 کې د Goldman Sachs د پانګونې انسټیټیوټ لخوا وړاندیز شوی و ترڅو په راتلونکې نیمه پیړۍ کې د نړۍ د اقتصادي وضعیت او د دې لوړ ځواک اټکل وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۶۱مه غونډه کې د برازیل، روسیې، هند او چین د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ خبرې اترې پیل کړې.
د بريکس لومړۍ غونډه د ٢٠٠٩ کال د جون په ١٦مه د روسيې په يوکاترينبورګ ښار کې د برازيل، روسيې، هند او چين په حضور کې جوړه شوه.
کله چې سویلي افریقا په 2010 کې له دې سره یوځای شوه، د اتحاد نوم په "برکس" بدل شو.
د مطلب کود: 297274