کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د چین سفیر:

هغه هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانستان چاپېریال زیانمن کړی باید جبران یې کړي

2 میزان 1403 ساعت 10:38

د چاپېریال ساتنې ملي اداره په کابل کې د چین له سفیر سره د دې ادارې د عمومي رییس د لیدنې خبر ورکوي او وايي، له هغو هېوادونو یې وغوښتل چې د شل کلن اشغال په موده کې یې د افغانستان چاپېریال ته زیان رسولی چې اوس یې باید جبران کړي.


آوا - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د دغې ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خلیق د لیدنې په اړه خبر پاڼه خپره کړې ده.

د دې خبرپاڼې له مخې، دا اداره اوسمهال د ١٦ چاپېريال ساتنې کنوانسيونونو غړې ده او د دې ادارې مسوولينو ته بايد د چاپېريال په نړيوالو غونډو کې د ګډون زمينه برابره شي، څو د هېواد ستونزې نړۍ ته ورسېږي.

په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې ښاغلي خليس د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې د تجهيز، د ځنګلونو د اور د خبرداري سيسټمونو د فعالولو او د اور د مخنيوي او پاکې انرژۍ په برخه کې د چين د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې د افغانستان چاپېریال د شل کلن اشغال په ترڅ کې زیانمن شوی او اشغالګر هېوادونه باید د پاتې زیانونو جبران کړي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مسؤلینو په ځلونو د رسمي اعلامیو له لارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د چاپېریال مسایل له سیاسي مسایلو سره نه شریکوي او د افغانستان د چاپېریال د ننګونو په حل کې ورسره همکاري وکړي.


د مطلب کود: 297216

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297216/هغه-هېوادونه-چې-په-تېرو-شلو-کلونو-کې-یې-د-افغانستان-چاپېریال-زیانمن-کړی-باید-جبران-کړي

آوا
  https://www.avapress.net