آوا: د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اجراییوی رییس ذبیح الله خیراندیش وایی چې د یو شمیر همکارو موسسو له خوا په اچین ولسوالۍ کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو د شاتو د راټولولو ۱۰ ماشینونه ویشل شوی دی.
هغه زياته کړه، چې د شاتو د راټولولو د ماشينونو د وېش پروسه په ډله ييزه بڼه روانه وه او ٢٠ کورنيو ته د يوه ماشين د وېش لړۍ پيل شوه. هغه وويل، چې موخه يې د مالدارو او کروندګرو کورنيو سره د هغوى د اقتصادي وضعيت د ښه والي په موخه مرسته ده.
په همدې حال کې د جوزجان ولايت د آچچې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي خوښي څرګندوي او وايي چې پخوا د شاتو د ټولولو د ماشينونو نشتوالى د دوى لپاره لويه ستونزه وه، خو د دغو ماشينونو په وېشلو سره به په دې ولسوالۍ کې د شاتو د توليد صنعت وده وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د جوزجان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې د اړمنو کورنيو د ژوند د ښه والي په موخه د چرګانو د ساتلو وسايل وېشلي وو.