کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنې له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي

28 سنبله 1403 ساعت 9:39

رسنیو خبر ورکړی، چې په لبنان کې په مخابراتي وسایلو کې د چاودنو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي.


آوا: دغو خبری سرچینو اعلان کړی چې د لبنان په مختلفو سیمو کښې په یو وخت او کله په پرله پسې ډول چاودنې شوی دی.

د تسنیم په وینا، دغو سرچینو زیاته کړې چې د پیجر مخابراتي وسایلو چاودنه د دغو وسایلو د هک کېدو له امله شوې ده.

العربي الجدید د حزب الله یوې سرچینې ادعا کړې چې د حزب الله د ځواکونو د ځانګړو ارتباطي وسایلو هک کول او د هغې چاودنه د دې پېښې لامل شوې ده.

پیجر د پورټ ایبل ارتباطي پیغام رسولو وسیله ده. د بل ګوند د پاڼې شمیرې په اخیستلو سره، لیږونکی یو شمیري، لفظي یا آډیو پیغام لیږي.


د مطلب کود: 297034

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297034/په-لبنان-کې-د-مخابراتي-وسایلو-چاودنې-له-امله-لسګونه-کسان-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net