کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې د شهیدانو، معلولینو او اړمنو کورنیو لپاره ۵۰۰ بستې خوراکي توکي وویشل شول

26 سنبله 1403 ساعت 15:01

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه موسسې په همکارۍ ۵۰۰ شهیدانو، معلولینو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل.


آوا - مزار شریف: د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ټولنیزو خدمتونو عمومي مدیر قاري محمد علم موحد وايي چې د شهیدانو او معلولینو پر کورنیو د ۵۰۰ کڅوړو خوراکي توکو ویشل شوی دی. 

هغه زياته کړه: په دغو خوراکي توکو کې چې د شهيدانو پر کورنيو، معلولينو او بې وزلو ووېشل شول، ٥٠ کيلو اوړه، ١٥ لېتره غوړي، ٢٤ کيلو وريجې، ١٠ کيلو غوړي، ١٠ کيلو لوبيا او ٢٠ کيلو بوره شامل دي. 

قاري موحد زیاته کړه چې له نورو ملي او نړیوالو مرستندویه او خیریه موسسو څخه غوښتنه کوو چې د سرپل ولایت د شهیدانو، معلولینو او اړمنو کورنیو سره مرستې او همکارۍ ته پام وکړي او دا ډول مرستې به له دغو کورنیو سره د ژوندانه په ښه کولو کې مرسته وکړي. 


د مطلب کود: 296958

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296958/په-سرپل-ولایت-کې-د-شهیدانو-معلولینو-او-اړمنو-کورنیو-لپاره-۵۰۰-بستې-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com