کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او د وارداتي درملو د کنټرول په اړه غونډه وشوه

26 سنبله 1403 ساعت 10:06

د رئیس الوزرا اداری مرستیال په مشرۍ د خوراکي توکو او درملو ملي اداره په غونډه کې، په هیواد کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او د وارداتي درملو د مدیریت په اړه اړین بحثونه او پریکړې وشوې.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر په ارګ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه وزارت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو د ملي ادازي د منظمې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړ. د دې رياست وياند وويل، چې په دې غونډه کې د خوراکي توکو د خونديتوب او د وارداتي درملو د کنټرول په اړه خبرې وشوې.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د خوراکي توکو د خوندیتوب، هېواد ته د وارد شویو درملو د کنټرول په اړه خبرې وشوې.

دغه راز د دې اعلاميې پر بنسټ، په دې غونډه کې د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو د قاچاق د مخنيوي، د بې کيفيته خوراکي او درملو له کارولو څخه د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي د پياوړتيا او په هېواد کې د معياري لابراتوارونو پر جوړولو خبرې وشوې. 

د یادولو وړ ده چې د خوړو او درملو ملي ادارې تیر کال هیواد ته د مسالو په قاچاق کې ۸۰ سلنه کموالی اعلان کړی وو.


د مطلب کود: 296924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296924/په-کابل-کې-د-خوراکي-توکو-خوندیتوب-او-وارداتي-درملو-کنټرول-اړه-غونډه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com