د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه هېواد ته د ۷۳ کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.
په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه ۷۳ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې
25 سنبله 1403 ساعت 10:02
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه هېواد ته د ۷۳ کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.
آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په تیرو دوو ورځو کې د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته د ۷۳ مهاجرو کورنیو د راستنیدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په انجرګي کمپ کې د کډوالو د ثبت کمېټې مشر وايي، په تېرو دوو ورځو کې د ۳۶۴ کسانو په ګډون ۷۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
باید وویل شي، چې پاکستاني چارواکو په نږدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د ایستلو دریمه څپه پیل کړې ده.
د مطلب کود: 296864