آوا - کابل: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د سپټمبر د یوولسمې نیټې د پیښې په اړه ویلي چې په پیښه کې هیڅ افغان تبعه ښکیل نه دی.
هغه وویل چې د اسلامي امارت حکومت دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
شاهین زیاته کړه چې اسلامي امارت له امریکا غوښتي چې د پېښې عاملین په بې پرې توګه وڅېړي.
خو هغه وویل چې امریکا د طالبانو د حکومت تورونه په ګوته کوي.
نوموړي په بریدونو کې د اسلامي امارت د لاس لرلو په اړه د امریکا تورونه ناسم وبلل.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر هم ویلي چې د سپټمبر ۹مه د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه د جګړې لپاره یو خبرداری و.
دوه درې کاله وړاندې د القاعدې ډلې پر ورلډ ټاور او د امریکا پر ځینو پوځي اډو په برید کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.
له برید وروسته امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان برید وکړ او دغه هېواد یې اشغال کړ.