د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۶۶ افغان مهاجرینو د خوشي کیدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان له زندانونو څخه د ۶۶ افغان بندیانو خوشې کول
21 سنبله 1403 ساعت 9:34
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۶۶ افغان مهاجرینو د خوشي کیدو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د پاکستان له زندانونو څخه د ۶۶ افغان کډوالو د خوشې کیدو او بیرته ستنیدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په وینا دغه کسان چې د پاکستان د کویټې او بلوچستان ایالت په زندانونو کې بندیان وو، خوشې او افغانستان ته راستانه شول.
د يادونې وړ ده، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له پنځو ورځو څخه تر يو کال پورې په بند محکوم شول او پرون د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په څو پړاوونو کې د پاکستان له زندانونو څخه سلګونه هېوادوال خوشې شوي دي.
د مطلب کود: 296672