آوا - هرات: په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګۍ مرستیال رحمت الله فیضان وايي، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د یوه ستر بدلون شاهد وي چې د ترکمنستان له لارې افغانستان ته داخلیږي.
د مولوي فیضان په وینا، د دغو پروژو پرانستل به په افغانستان کې لوی اقتصادي بدلون راولي.
په همدې حال کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر محمد یونس غازي زاده د ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله.
هغه وويل: "د ټاپي پروژې په پيل سره به د افغانستان د اړتيا وړ ګازو اندازه پوره شي."
غازي زاده دغه راز څرګنده کړه، چې له دې پروژې څخه په کلني ډول له ٤٠٠ ميليونو ډالرو څخه زيات د ترانزيت فيس د دولت خزانې ته ورکول کېږي، چې دا د دولت او ملت لپاره يو بل ښه عايد دى.
ټاپي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګازو د نل لیکې پروژه ده.
ټاکل شوې چې دغه پروژه سبا چهارشنبه د سپټمبر ۲۱ مه د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې رسماً پرانیستل شي او په دې برخه کې لازم چمتووالی نیول شوی دی.
په هرات ولایت کې د چهارشنبې په ورځ عمومي رخصتي اعلان شوه.