کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي ځواکونه باید په غیر ضروري ډول خلک تعقیب او پوښتنې ونه کړي

20 سنبله 1403 ساعت 8:29

د جوزجان والي قاري ګل حيدر شفق د دغه ولايت له نظامي مسوولينو سره په امنيتي غونډه کې وويل چې ټول امنيتي او نظامي ځواکونه بايد د اړوند رياست يونيفورم واغوندي او له خلکو سره ښه چلند وکړي. د هغه په ​​وينا، هېڅ امنيتي ځواک حق نه لري، چې له کوم دليل پرته څوک محاکمه کړي او يا ترې پوښتنې وکړي.


آوا - مزار شریف: د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د دغه ولایت له نظامي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې وویل: هرڅوک مکلفیت لري چې د شبرغان ښار او ولسوالیو امنیت تامین کړي. په ځانګړې توګه د مجرمینو او قانون ماتونکو نیول، ترڅو ښاریان ارام او د ژوند او مالي امنیت خاوندان شي.

هغه زیاته کړه، هیڅ یو مامور حق نه لري چې د نورو چارواکو په کارونو او دندو کې مداخله وکړي، که نه نو د چارو په پرمختګ کې به خنډ رامنځته شي. د هغه په ​​وينا، امنيتي ځواکونه مکلف دي، چې د قانون له مخې اصولو ته درناوى وکړي او د هر دولتي چارواکي دنده روښانه ده.

قاري شفق څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د جوزجان ولایت ټول نظامي منسوبین د مجرمینو، مفسدینو او فساد کوونکو د نیولو او عدلي ارګانونو ته د سپارلو مسوولیت لري.

هغه وويل، چې ټول امنيتي او نظامي ځواکونه دې د خپلو اړوندو ادارو يونيفورم واغوندي او له خلکو سره ښه چلند وکړي. د هغه په ​​وينا، هېڅ امنيتي ځواک حق نه لري، چې له کوم دليل پرته څوک محاکمه کړي او يا ترې پوښتنې وکړي.

په همدې حال کې يو شمېر نظامي منسوبينو د دغه ولايت والي او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې خپلې دندې به په ښه توګه ترسره کوي او وویل، چې په خپل ژوند سره به يې امنيت خوندي کوي.


د مطلب کود: 296608

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296608/امنیتي-ځواکونه-باید-په-غیر-ضروري-ډول-خلک-تعقیب-او-پوښتنې-ونه-کړي

آوا
  https://www.avapress.net