د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د اسلامي امارت د دفاع وزارت د فواید عامې د کنډک انجینري ټیم د کوتل انجمن سړک په پخولو سره پنجشیر ولایت له بدخشان ولایت سره وصل کړ. د دغه سړک په جوړېدو سره به د بدخشان د څلورو ولسوالیو د اوسېدونکو ترمنځ د فاصلې د پام وړ کمولو ترڅنګ د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره هم ښه زمینه برابره شي.
آوا - مزارشریف: د پنجشیر ولایت ویاند سیف الدین لیټن وايي چې د نوي سړک په جوړیدو سره اوس پنجشیر ولایت له بدخشان سره وصل شوی دی. دغه سړک چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري د پنجشیر د ځانګړې لوا د انجنیرۍ ټیم له خوا جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه، د دې سړک د پاتې ٢٥٠ کيلومتره سړک د بشپړولو لپاره جدي هڅې روانې دي، څو د بدخشان د کران – منجان، يمګان، جرايم او بهارک ولسوالۍ له پنجشېر سره ونښلول شي.
هغه ټینګار کوي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د بدخشان د څلورو ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره د سړک واټن د پام وړ کم شي او د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره به ښه زمینه برابره شي.
د دغه سړک په بشپړیدو سره به د بدخشان د کران منجان، یمګان، جرایم او بهارک ولسوالیو اوسیدونکي کولای شي چې په ۶ ساعتونو کې کابل ته په ټیټه بیه سفر وکړي.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم د سړک جوړولو په برخه کې د پنجشير لوا د انجنيرۍ ډلې فعاليتونه اغېزمن وبلل او ډاډ يې ورکړ چې ډېر ژر به د پنجشېر – تخار سړک د جوړولو چارې پيل کړي.
د پنجشېر د ځانګړې لوا د انجنيرۍ د څانګې قوماندان حافظ نقيب الله فرقاني چې د دغه سړک د جوړولو چارې پر غاړه لري، وويل چې دغه سړک به په اساسي ډول جوړ او په درېيو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
له بلې خوا د بدخشان یو شمیر اوسیدونکي د افغانستان د اسلامي امارت د هلو ځلو هرکلی کوي او وايي چې د دغه سړک د پاتې کارونو په بشپړیدو سره به د دوی لپاره په اقتصادي او روغتیايي برخو کې ډیرې اسانتیاوې برابرې شي.