کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: د جنین پر ښار او کمپ باندې د اسرائیلي پوځ برید تر زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه کړي دي

17 سنبله 1403 ساعت 11:12

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خبري غونډه کې د جنین ښار او کمپ ته د اشغالګرو پوځیانو په لس ورځني کمپاین سختې نیوکې وکړې.


آوا: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، د جنین پر ښار او کمپ باندې د اسرائیلي اشغالګرو پوځیانو برید تر زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه کړي دي.

صهیونیسټ رژیم پرون سهار په لویدیځه غاړه کښې په جینین کښې له لسو ورځو پراخو حملو وروسته په شا شو .

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند خبريالانو ته وويل: "د اسرائيلو پوځي عملياتو په لويديځه غاړه، په تېره بيا په جينين کې، بنسټيزو تاسيساتو او د اوسېدونکو کورونو ته سخت زيانونه اړولي دي."

سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ په لویدیځه غاړه کې د ملګرو ملتونو د فعالې (ترکیې تابعیت سره) د عایشه نور د شهادت په غبرګون کې د خپلو خبرو په دوام وویل: د دې پیښې د جزیاتو څیړل او د عاملینو محاکمه کول یوه مهمه موضوع ده، ملکي وګړي. باید د هر ډول برید څخه خوندي وي."

دملګروملتونو دغه چارواکی زیاته کړه صهیونیسټ رژیم دملګروملتونو دکارکوونکو د وژل کیدا په باره کښې هیڅ اقدام نه دی کړی او نه یې په دې برخه کښې هیڅ تحقیق پیل کړی دی .


د مطلب کود: 296444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296444/ملګري-ملتونه-د-جنین-پر-ښار-او-کمپ-باندې-اسرائیلي-پوځ-برید-تر-زرو-زیاتې-کورنۍ-بې-ځایه-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com