د ایران د هرمزګان ولایت په لویدیځ کښې د پارس ښار پوځ اعلان وکړ: ۱۲ خارجی اتباع چې په دغه ښار کښې یې د یو شمیر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د تښتولو پلان جوړ کړی وو، د دغه ښار د قضائیه قوې د حکم له مخې په ناڅاپی عملیاتو کښې نیول شوی دی.
د ایران په هرمزګان کې ۱۲ بهرنیان چې غوښتل یې ماشومان وتښتوي نیول شوي دي
17 سنبله 1403 ساعت 11:10
د ایران د هرمزګان ولایت په لویدیځ کښې د پارس ښار پوځ اعلان وکړ: ۱۲ خارجی اتباع چې په دغه ښار کښې یې د یو شمیر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د تښتولو پلان جوړ کړی وو، د دغه ښار د قضائیه قوې د حکم له مخې په ناڅاپی عملیاتو کښې نیول شوی دی.
آوا: د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران د استخباراتو او امنیتي منسوبینو په امر د یو ناڅاپي عملیاتو په ترڅ کې هغه بهرني اتباع چې په دغه ښار کې یې د یو شمیر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د تښتولو پلان درلود، نیولي دي.
دغه کسان د ایران د کشفي او امنیتي پولیسو په همکارۍ د دغه ښار قضايي چارواکو ته سپارل شوي دي.
په دې لړ کې هغه ۱۲ تنه بهرني اتباع چې د تنکيو ځوانانو د ځورولو او تښتولو په تور يې د چاقو په ګوزارونو سره نيولي، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د مطلب کود: 296443