کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د "تاد" سند په لاسلیک سره د پاکستان او افغانستان تر منځ ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې

15 سنبله 1403 ساعت 10:18

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "تاد" سند لاسليکول اعلان کړل او ويې ويل، چې د دغه سند په لاسليک سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې دي.


آوا - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "تاد" سند د لاسلیک اعلان وکړ.

هغه وويل چې د دغه سند په لاسليک سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې دي.

د ترانسپورت وزارت ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په موخه د ۶ میاشتو لپاره له افغانستان څخه ۶۰۰ او له پاکستان څخه ۲۵۰ لاریو ته د جوازونو د ورکړې اعلان وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه لارۍ کولای شي د هېواد ټولو ښارونو ته انتقال کړي.

د يادونې وړ ده، چې د دې ستونزې په هواري سره به د افغان سوداګرو هغه سوداګريز کاروان چې د تورخم په دروازه کې بند پاتې وو، پاکستان ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سبزیجاتو او مېوو د فصل پر مهال د ترانسپورتي ستونزو له امله د هېواد کروندګرو ته ډېر زیانونه اوښتي وو.


د مطلب کود: 296369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296369/د-تاد-سند-په-لاسلیک-سره-پاکستان-او-افغانستان-تر-منځ-ترانسپورتي-ستونزې-هوارې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com