کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې په دونیتسک کې دوه نور ښارونه ونیول

12 سنبله 1403 ساعت 8:50

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد پوځی ځواکونو د دونیتسک په سیمه کې د «پیتیچی» او «ویمکا» ښارګوټی کنټرول کړی دی.


آوا: دونیتسک د اوکراین له څلورو سیمو څخه یوه ده، چې روسیه که څه هم په ټولو باندې بشپړ کنټرول نه لري، خو ویلي یې دي چې دوی یې له خپلې خاورې سره یوځای کړي دي.
 
کییف او لویدیځو متحدینو یې د یادې سیمې د الحاق په برخه کې د مسکو اقدام غیر قانوني بللی دی. اوکراين هم ژمنه کړې چې ټولې هغه سيمې به بېرته ونيسي چې له روسيې نيولې دي.
 
په وروستیو ورځو کې روسیې د دونیتسک په سیمه کې د پرمختګ اعلان کړی او په دې لړ کې یې د پوکروفسک ښار د نیولو په حال کې دی.
 
په همدې حال کې، د اګست په شپږمه له ناڅاپي برید وروسته، اوکرایني ځواکونه لا هم د روسیې په کرسک سیمه کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو د ساتلو په ترڅ کې په دې سیمه کې د پرمختګ هڅه کوي.
 
په یوه بیان کې چې د کرسک سیمې پرمختګونو ته وقف شوی، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د هیواد پوځي ځواکونو په سیمه کې د اوکراین نوي بریدونه په شا کړي، په شمول د "کورنیوو" او "مالیا لوکنیا" ښارونو ته پرمختګونه.
 
روسي چارواکي وايي په کرسک سیمه کې د کییف یرغل به د اوکراین له ختیځ څخه روسي ځواکونه ونه باسي، چیرته چې مسکو وايي پرمختګونه لا هم روان دي.
 
مسکو دا ادعا هم کوي چې د روسیې په خاوره د اوکراین برید به په زرګونو اوکرایني سرتیري د لږ ستراتیژیک یا تاکتیکي اهمیت په نوي محاذ کې ګیر کړي.
 
په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې اوکراین د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې ۱۹۲۰ پوځیان له لاسه ورکړي دي.
 
د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د اوکراین وسله والو ځواکونو په یوه ورځ کې ۳۶۰ پوځي پرسونل او ۲۳ زغروال ګاډي د کرسک په لاره کې له لاسه ورکړي دي.


د مطلب کود: 296251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296251/روسیې-په-دونیتسک-کې-دوه-نور-ښارونه-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com