کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۶۹۱ تنو ته ورسید

11 سنبله 1403 ساعت 13:58

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په خپل یو ورځني احصایوي راپور کې په پرله پسې ۳۳۰ ورځو کې د غزې په تړانګې باندې د اسرائیلو د تیریو په نتیجه کې ۴۰ زره ۶۹۱ تنه شهیدان شوي دي.


آوا: د صهیونیسټی رژیم پوځ په خپل یو راپور کښې ویلی دی چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې پنځه ویشت کورنۍ قتل عام کړی چې له امله یې ۸۹ تنه شهیدان او ۲۰۵ زخمیان په روغتونونو کښې بستر شوی دی. یو شمیر قربانیان د خاورو او سړکونو لاندې پاتې دي، نو ځکه د ژغورنې ځواکونه او امبولانسونه د دوی سره مرسته نشي کولی."
 
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټ رژیم په پراخو تیریو کښې څلویښت زره (۶۹۱) کسان شهیدان او ۹۴ زره (۶۰۰) ژوبل شوی دی .
 
په دې لړ کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې کمیشنر جوزپ بوریل تېره چهارشنبه په غزې تړانګه کې د پولیو ضد واکسین لپاره د درې ورځني بشري اوربند غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 296222

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296222/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۰۶۹۱-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com