کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په افغانستان کې د وسله والې جګړې ملاتړ نه کوو

11 سنبله 1403 ساعت 11:49

فاکس نیوز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له خولې ویلي، چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې بله جګړه وویني.


آوا: فاکس نیوز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له خولې ویلي، چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې بله جګړه وویني.
 
هغه ویلي امریکا په افغانستان کې د وسله والو جګړې ملاتړ نه کوي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند فاکس نیوز ته وویل، «افغانستان له ۴۴ کلونو راهیسې په جګړه کې دی او متحده ایالات نه غواړي چې بېرته جګړې ته وګرځي.» افغانان هم نه غواړي چې جګړه دوام وکړي.»
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي چې دی به د مقاومت د جبهې له مشر سره وویني او د افغانستان لپاره د هڅو په اړه به له هغه څخه واوري.


د مطلب کود: 296209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296209/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-په-افغانستان-کې-وسله-والې-جګړې-ملاتړ-نه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com