کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سره سمندر کې د امنيتي پېښې رامنځته کېدل؛ یوه کښتۍ په نښه شوې

11 سنبله 1403 ساعت 7:00

د برتانیې د سوداگرۍ سمندري عملیاتو ویلي دي چې داسې رپوټ یې ترلاسه کړی چې یوه سوداگریزه بیړۍ د عدن له خلیج څخه د تیریدو پر مهال په دوو توغندیو ویشتل شوې ده.


آوا: د انګلستان د سمندری تجارت سازمان د یمن په ختیځ کی د عدن په ولایت کی د سمندری امنیتی پیښی د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی دی.
 
دغه برتانوي سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د یمن د عدن ولایت ختیځ ته په ۱۳۰ سمندري کیلومترۍ کې د یوې پېښې راپور یې ترلاسه کړی دی.
 
د پېښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
 
تر دې مخکې د بريتانيا د سمندري چارو ادارې اعلان کړی و، چې د يمن په جنوب ختيځ کې د المخا په ۶۱ کيلومترۍ کې د يوې سمندري حادثې او د عدن په جنوب ختيځ کې ۵۵ کيلومتره د سمندري حادثې راپور يې ترلاسه کړی دی.
 
دیمن پوځ دفلسطین دمقاومت په ملاتړ په ځلونو د یمن په ساحل کښې دصهیونیسټ رژیم ، امریکا او انګلستان اړوندې بیړۍ په نښه کړی دی .


د مطلب کود: 296194

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296194/په-سره-سمندر-کې-د-امنيتي-پېښې-رامنځته-کېدل-یوه-کښتۍ-نښه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com