کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې ۷۲ ماشومان د خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی

10 سنبله 1403 ساعت 15:39

د بدخشان ولایت د فیض اباد ولایتي روغتون چارواکي وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې ۳۲۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله روغتون ته لېږدول شوي، چې ۲۶ یې مړه شوي دي.


آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د حوزوی روغتون مشر ډاکتر شفیق الله همدرد وایی چې تر دې مهاله ۳۲۶ ماشومان چې په پرمختللی خوارځواکۍ اخته دی روغتون ته ور وړل شوی دی. 
 
هغه زیاته کړه، «د خوارځواکۍ دغه شمېر ماشومانو د پنځو میاشتو په موده کې د بدخشان ولایتي روغتون ته مراجعه وکړه او د دغو ناروغانو ۲۶ تنه مړه شول،»
 
ډاکټر همدرد وويل، بې وزلي، د خوراکي توکو نه خونديتوب، د شخصي او چاپېريال د پاکوالي نشتوالى او اسهال د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د پرمختللې خوارځواکۍ لاملونه دي.
 
دى وايي، د خوارځواکۍ له امله د ٢٦ ماشومانو مړینه د تېر کال د شمېرو په پرتله عادي حالت ښيي.
 
په همدې حال کې د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د فیض اباد ښار د ولایتي روغتون احصایې کره نه دي او د خوارځواکۍ له امله د مړو شویو ماشومانو شمېر له پورته شمېرو څخه ډېر دی.
 
د یادونې وړ ده چې بدخشان ۲۸ ولسوالۍ لري او د دغو ولسوالیو مرکز ته غځېدلې لارې د خلکو لویه ستونزه ده.


د مطلب کود: 296170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296170/په-بدخشان-کې-۷۲-ماشومان-د-خوارځواکۍ-له-امله-خپل-ژوند-لاسه-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com