کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان مېرمن د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

9 سنبله 1403 ساعت 13:52

افغان پاراټیکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه. هغه د هیواد په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې د پارالمپیک په سیالیو کې مډال ګټي.


آوا: ذکیه خدادادي د پارالمپیک په سیالیو کې د ۴۷ کیلو ګرامه تکواندو په سیالیو کې خپلې ترکي حریفې اکنجي نورجهان ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.
 
ذکیه خدادادي د پاریس د اولمپیک سیالیو په لومړۍ ورځ د کیوبا، ازبکستان او ترکیې له سیالانو سره مخامخ شوه.
 
هغه کیوبا ته ۲۱-۱۱ ماتې ورکړه، ازبک حریف ته یې ۳-۴ ماتې ورکړه او د برونزو مډال سیالیو وروستي پړاو ته یې د ترکیې پیاوړي او مشهور حریف ته ۱-۹ ماتې ورکړه.
 
ټاکل شوې وه چې ذکیه د شنبې په ماښام له مراکش څخه له خپل حریف سره مخامخ شي، خو د هغې مراکشۍ سیالې د ټپي کیدو له امله ونه توانیده چې د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګټي.
 
ذکیه خدادادي په وروستیو کلونو کې له افغانستانه وتښتېده او په فرانسه کې یې پناه واخیسته. هغه د کډوالو د ټیم په توګه د فرانسې پارالمپیک کې برخه اخیستې ده.


د مطلب کود: 296122

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296122/افغان-مېرمن-د-پاریس-په-پارالمپیک-سیالیو-کې-برونزو-مډال-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com