کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو سازمان پر اسلامي امارت غږ کړي چې د ښځو په تعلیم او کار باندې له سره غور وکړي

9 سنبله 1403 ساعت 13:49

د افغانستان لپاره د OIC ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کامرون کې د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځوسمې غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل.


آوا: د همکارۍ سازمان (OIC) په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو او د افغانستان پر اقتصادي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړې.
 
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا پریکړه لیکونه تعقیب کړي دي.
 
د اسلامي همکاریو د سازمان د خبرپاڼې له مخې طارق علي بخت د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه په خپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي.
 
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰ مه غونډه پرون د «اسلامي همکاریو په سازمان کې د ترانسپورت او مخابراتي زیربناوو پراختیا؛» تر عنوان لاندې جوړه شوه. د فقر او ناامنۍ سره د مبارزې کلیدي وسیله" پیل شوې او نن به دوام وکړي.
 
د اسلامي همکاریو سازمان او ځینو هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار د حق په ګډون د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کړې ده.


د مطلب کود: 296121

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296121/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-پر-امارت-غږ-کړي-چې-ښځو-په-تعلیم-او-کار-باندې-له-سره-غور-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com