کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا عبدالغني برادر:

د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ او ملګرتیا نوی فصل دی

9 سنبله 1403 ساعت 13:45

د اقتصادي ودې په برخه کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال د ترمذ نړيوال سوداګريز مرکز پرانيستل د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ يو نوى باب وباله او زياته يې کړه، چې د سوداګريزو اړيکو او ګډې سيمه ييزې همکارۍ په برخه کې ډېر مهم ګام پورته شوى دى.


آوا - کابل: ملا عبدالغني برادر وايي، چې د دغه مرکز پرانسته به د تولید، پروسس او صادراتو اسانتیاوې زیاتې کړي او سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته به د لاسرسي زمینه برابره کړي، چې له دې سره به نه یوازې له افغان حکومت سره اړیکې پیاوړې شي دواړه هېوادونه به مثبتې اقتصادي اغېزې ولري، خو په سیمه کې به یو مهم اقتصادي مرکز او د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د سوداګرۍ دروازه هم وي.
 
هغه دا هم وویل چې د سوداګرۍ مرکز به د ټیکنالوژۍ او نوښت په برخه کې دوه اړخیزه همکاري پیاوړې کړي.
 
د ملا برادر په خبره، دغه مرکز به د افغانستان او ازبکستان سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې او فرصتونه برابر کړي، څو د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار ومومي او د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې به فعال رول ولوبوي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال وويل دغه مرکز به د دواړو هېوادونو ترمينځ د سرمايه کارۍ موقعې زياتې کړي، د تجارت اړيکې به زياتې کړي، محصولاتو ته به يو نوی بازار پيدا کړي او په مجموعي توګه اقتصادي وده ګړندۍ کړي.
 
په پای کې یې په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه اقتصادي سیاست پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د مناسبو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو ته ژمن دی.
 
د پرانیستې په مراسمو کې د ازبکستان، اذربایجان، قزاقستان او قرغزستان لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.


د مطلب کود: 296120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296120/د-ترمذ-نړیوال-سوداګریز-مرکز-پرانیستل-افغانستان-او-ازبکستان-ترمنځ-دوستۍ-ملګرتیا-نوی-فصل-دی

آوا
  https://www.avapress.com