کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی:

د اسراییلو پوځ په لویدیځه غاړه کې د بشري ناورین د تکرار په لټه کې دی / غزه په ځمکه کې دوزخ ګرځیدلی

9 سنبله 1403 ساعت 10:39

په ملګروملتونو کښې د چین استازی په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو او په لویدیځه غاړه کښې د حملو په غندلو سره وویل د اسرائیلو پوځ په لویدیځه غاړه کښې د غزې د انسانی تراژیدۍ د تکرارولو په لټه کښې دی .


آوا: په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د امنیت شورا په غونډه کې په لویدیځه غاړه کې د صهیونیسټي ځواکونو د پراخې حملې په اړه دغه کړنه وغندله.
 
د مهر د راپور له مخې د الجزیرې په حواله د چین استازی په دغه کتنه کښې وویل: اسرائیل په لویدیځه غاړه کښې له نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سرغړونه کوی. په دې سیمه کې میشت ځایونه په پراخیدو دي او اسراییلي سرتیري په فلسطینی ملکي وګړو بریدونه کوي او بندیان کوي.
 
دغه چینايي چارواکي زیاته کړه: موږ د لویدیځې غاړې په جنین، تلکرم او تباس کې د اسرائیلي پوځ د پراخو عملیاتو شاهدان یو. بېجينګ دغه عمل په کلکه غندي. په دې وروستیو کې د تل ابیب پوځي چارواکو د هماغه طریقې د کارولو غوښتنه کړې چې اسرائیلو په غزه کې کړې ده. موږ په دې اړه حیران او ژور اندیښمن یو ځکه چې اوس غزه د ځمکې پر سر په دوزخ بدله شوې ده.
 
هغه تاکید وکړ: مونږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې په غزه کښې ورته انسانی غمیزه په لویدیځه غاړه کښې تکرار شی ځکه چې دا په دې معنا ده چې لویدیځه غاړه د ځمکې په یو بل جهنم بدله شی.


د مطلب کود: 296112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296112/د-اسراییلو-پوځ-په-لویدیځه-غاړه-کې-بشري-ناورین-تکرار-لټه-دی-غزه-ځمکه-دوزخ-ګرځیدلی

آوا
  https://www.avapress.com