کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکمنستان او افغانستان د مخابراتو وزیرانو د ټاپي پروژې پر جوړولو او د نوري فایبر د کیبل د غځولو په اړه خبرې وکړې

9 سنبله 1403 ساعت 10:26

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست د ترکمنستان د مخابراتو له وزیر سره د نوري فایبر د کیبل د غځولو او د ټاپي پروژې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.


آوا: د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د دغه وزارت سرپرست نجیب الله حیات حقاني د ترکمنستان د مخابراتو له وزیر حاجي مراد شمرادویچ سره وکتل.
 
دغه وزارت وايي، په دې خبرو کې د نوري فایبر د کیبل غځول او د ټاپي د ګازو د پایپ لاین جوړول شامل وو.
 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست خپل ترکمن سیال ته وویل، د خوښۍ ځای دی چې دواړه ګاونډي هېوادونه د نوري فایبر پروژې په ګډون د یوې سترې پروژې د پرانستلو په درشل کې دي.»
 
د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان د مخابراتو وزیر د نوري فایبر د کیبل د غځولو او د ټاپي د پایپ لاین د پروژې د کار د پیل غوښتنه هم وکړه. ده دغه راز په هرات کې د يوه دفتر د پرانستلو غوښتنه وکړه چې د دغو پروژو د کار پيل وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژه، چې ټاکل شوې وه د جمهوري رياست پر مهال پيل شي، د يادې پروژې د ستونزو له امله وځنډول شوه. خو په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت له جوړېدو راهیسې د امارت چارواکو تل هڅه کړې چې دا پروژه په حقیقت بدله کړي.


د مطلب کود: 296106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296106/د-ترکمنستان-او-افغانستان-مخابراتو-وزیرانو-ټاپي-پروژې-پر-جوړولو-نوري-فایبر-کیبل-غځولو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com