کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

IOM د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزارت سره د خپلو همکاریو د دوام اعلان وکړ

5 سنبله 1403 ساعت 9:51

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) له رئیس سره وکتل او د راستنیدونکو په برخه کې یې د دغه وزارت له خدمتونو څخه مننه وکړه او له دغه وزارت سره یې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د مهاجرت نړیوال سازمان له مشرې میرمن ماریا مویتا سره وکتل. 
 
د وزارت په وینا ښاغلي رشید په افغانستان کې د مېرمن مویتا د کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل؛ په هیواد کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره ستاسو همکاري او مرستې د ستاینې وړ دي.
 
د وزارت مرستیال وویل، تاسو د افغانستان ریښتینی انځور نړۍ ته وښود، ترڅو خلک له حقایقو خبر شي، د مهاجرت له نړیوال سازمان سره به د دغه وزارت همکاري تلپاتې وي.
 
په همدې حال کې د مهاجرت د نړیوال سازمان مشرې اغلې ماریا مویتا په افغانستان کې خپله دوره د یادګار وړ وبلله او د وزارت له مشرتابه څخه یې د دوی د همکارۍ مننه وکړه.
 
نوموړي دغه راز د وزارت او اړوندو ادارو له دوامداره همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه، ځکه چې په دې وروستيو کې د راستنېدونکو په برخه کې د وزارت له خوا ترسره شوي کارونه د ستاينې وړ دي.
 
نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ، چې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) به د کډوالو چارو له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
 
په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د مشرې په توګه د ماریا مویتا ماموریت پای ته ورسید.


د مطلب کود: 295883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295883/iom-د-کډوالو-او-راستنیدونکو-چارو-له-وزارت-سره-خپلو-همکاریو-دوام-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com