کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له قطر سره په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی

5 سنبله 1403 ساعت 9:47

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال وویل، کابل له دوحې سره په اقتصادي، سیاسي، تعلیمي، صنعتي او پانګونې برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېوال دی.


آوا - کابل: د ارګ پاڼې په یوه بیان کې راغلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر سفارت له مرسیتال معرف القشوطي سره وکتل.
 
 القشوطي وویل، قطر به له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او غواړي له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
 
القشوطي د افغان ځوانانو لپاره د بانکدارۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو د پیلولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هڅه کوو د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړو.
 
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې د قطر دریځ مهم وباله او ویې ویل چې کابل له دوحې سره په اقتصادي، سیاسي، تعلیمي، صنعت او پانګونې برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېوال دی.
 
 سیاسي مرستیال زیاته کړه، افغان حکومت له اسلامي هېوادونو تمه لري چې افغان ځوانانو ته په خپله خاوره کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
 
 سیاسي مرستیال د فلسطین د مسئلې په اړه د قطر د دریځ او سیاست قدرداني وکړه او د اسلامي نړۍ مسؤلیت ته یې په اشارې سره وویل، اسلامي امارت د یوه خپلواک فلسطیني دولت غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 295882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295882/اسلامي-امارت-له-قطر-سره-په-بېلابېلو-برخو-کې-دوه-اړخیزو-همکاریو-ته-لېواله-دی

آوا
  https://www.avapress.com