کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب الله په برید کې د اسراییلو د سمندري ځواکونو یو افسر وژل شوی دی

5 سنبله 1403 ساعت 8:11

اسرائیلي رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چې نن د حزب الله په برید کې د اسرائیلي سمندري ځواکونو یو افسر وژل شوی دی.


آوا: د رام الله د صهیونیسټي میشتې شورا مشر ټینګار وکړ، چې نن سهار د فلسطین په شمال کې د حزب الله په بریدونو کې یو اسرائیلي سمندري عسکر وژل شوی دی.
 
د نوموړي په خبره، د بنیامین په سیمه کې د ادم د ښارګوټي اوسیدونکی ډیویډ موسی بن شطریت نن سهار د حزب الله په برید کې چې د اسرائیلو د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ یې په نښه کړې وه، ووژل شو.
 
په همدې حال کې د اسراییلو د کنیست مرستیال مشر موشی کینلي ټربي ټینګار وکړ چې پر لبنان باندې د برید په اړه د حکومت ادعا یو ډول خیانت دی او دا خورا د افسوس وړ دی.
 
د لبنان اسلامی مقاومت له دې مخکې هم ویلی وو چې د مقاومت د حملو د مخنیوی او د مخکنیو اقداماتو د ګډوډولو په اړه د دښمن ادعاګانې بې بنسټه او له حقیقتونو سره په تضاد کښې دی .
 
د لبنان د اسلامی مقاومت ځواکونو د حزب الله د لوړ رتبه قوماندان شهید فواد شکر د وژلې په وړاندې د لبنان د اسلامی مقاومت ځواکونو له لومړنی غبرګون وروسته چې نن سهار د لبنان له جنوب څخه د نیواک شوی فلسطین په شمال باندې د لږ تر لږه ۳۰۰ راکټونو او ډرونونو په ډزو او ویشتلو سره ترسره شو. د اسرایلو پوځ ادعا کړې چې د حزب الله پر ضد یې پرله پسې بریدونه پیل کړي دي.


د مطلب کود: 295872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295872/د-حزب-الله-په-برید-کې-اسراییلو-سمندري-ځواکونو-یو-افسر-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com