کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار کوي

4 سنبله 1403 ساعت 13:46

د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د قطر نوي سفیر له سرپرست وزیر سره وکتل او د کابل او دوحې ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ایکس پانه کې ویلی چې د افغانستان لپاره د قطر نوی استازي معرف القشوطی د سراج الدین حقانی سره وکتل. 
 
په دې کتنه کې سراج الدین حقاني د القشوطي سفر د دواړو هېوادونو لپاره مهم وباله او د کابل او دوحې د اړیکو ستاینه یې وکړه.
 
د عبدالمتین غنی په وینا، مردوف القشوتی هم د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د قطر نوي سفیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.


د مطلب کود: 295841

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295841/قطر-له-افغانستان-سره-د-همکاریو-پر-پیاوړتیا-او-دوام-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.com