کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له اسلامي امارت سره د اسلامي هېوادونو د همکاریو پر دوام ټینګار

4 سنبله 1403 ساعت 13:40

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، کابل ته د ترکیې راغلي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره وکتل او ویې ویل چې د ترکیې په ګډون ټول اسلامي هېوادونه باید له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


آوا: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر د سلیم ارګون په مشرۍ په کابل کې د ترکیې یوه پلاوي سره وکتل.
 
کابل ته د ترکيې راغلي پلاوي ويلي، چې د ترکيې په ګډون ټول اسلامي هېوادونه بايد له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
 
له بلې خوا د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر افغانستان ته د دیني عالمانو او لوړ پوړو ترکي چارواکو راتګ له اسلامي امارت سره د هېواد د دوامداره تعامل او همکارۍ نښه وبلله او د ګډو هڅو د دوام غوښتنه یې وکړه. 
 
شیخ ثاقب وویل د اسلامي نړۍ د هیوادونو په مینځ کښې د ترکیې رول او ارزښت د پام وړ دی او د دې خبرې روښانه بیلګه په استانبول کښې د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي کنفرانس تنظیم دی.


د مطلب کود: 295839

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295839/له-اسلامي-امارت-سره-د-هېوادونو-همکاریو-پر-دوام-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com