کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد روغتیایی سیستم په عاجله توګه ۱۸۰۰۰ قابله ګانو ته اړتیا لری

2 سنبله 1403 ساعت 7:04

د ملګرو ملتونو د نفوسو وجهي صندوق (UNFPA) خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیايي سیستم په عاجله توګه ۱۸۰۰۰ قابله ګانو ته اړتیا لري، چې دا د میندو د مړینې لوړه کچه بولي.


آوا: د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د میندو د مړینې د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان روغتیايي سیستم په عاجله توګه ۱۸۰۰۰ قابلو ته اړتیا لري.
 
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د دغې بیړنۍ اړتیا په پوره کولو کې پاتې راتلل به د ډیرو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
 
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ټوله نړۍ کې د قابله ګانو شمیر 900,000 ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه 18,000 د راپور له مخې د افغانستان په روغتیایی سیسټم کې "عاجل" استخدام شوي.
 
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر نامه لاندې د روغتیايي مرکزونو شمېر څلور چنده زیات شوی او دغه سازمان په تېرو دریو کلونو کې په لرو پرتو سیمو کې له پنځو میلیونو د زیاتو افغانانو په درملنه کې مرسته کړې ده.
 
د روغتیایي اسانتیاوو د زیاتوالي سره سره، د افغانستان روغتیایی سیستم د پام وړ نیمګړتیاوو سره مخ دی، چې د ماهرو قابلو کمښت او د میندو مړینه یوه جدي اندیښنه ده.
 
ملګرو ملتونو د افغانستان روغتیایی سیستم ته د تکړه قابله ګانو پر ګمارلو ټینګار کړی او وایی چې دا به په افغانستان کې د میندو د مړینې په مخنیوی کې مرسته وکړی.


د مطلب کود: 295733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295733/د-هیواد-روغتیایی-سیستم-په-عاجله-توګه-۱۸۰۰۰-قابله-ګانو-ته-اړتیا-لری

آوا
  https://www.avapress.com