کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې درې تنه د جعلي پيسو د وېشلو او د ناقانونه وسلو د لېږد په تور ونيول شول

1 سنبله 1403 ساعت 7:19

د جوزجان د پوليسو چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز شبرغان کې درې تنه د جعلي پيسو د وېش، د ناقانونه وسلو د لېږد او يوه اندازه اپينو د لرلو په تور نيول شوي دي.


آوا: د جوزجان د امنیه قوماندانۍ جنايي مدیر مولوي غلام رسول احمدي وايي، پولیسو په شبرغان ښار کې درې تنه د جعلي پیسو د وېش، د غیر قانوني وسلو د لېږد او د یوه اندازه اپینو د لرلو په تور نیولي دي.
 
هغه زياته کړه، چې په نيول شويو کسانو کې دوه يې د اچې ولسوالۍ او بل د شبرغان ښار اوسېدونکي دي او په خپلو جرمونو يې اعتراف کړى دى.
 
مولوي احمدي وويل، چې تورن کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي، زياته يې کړه، چې د جوزجان ولايت په شبرغان ښار او ولسواليو کې د جنايي جرمونو ګراف راټيټ شوى او امنيتي او کشفي ځواکونه چمتو دي، چې امنيت ټينګ کړي.
 
هغه وويل، چې په جوزجان ولايت کې به هېڅ فرد او ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې عامه نظم ګډوډ کړي، د خلکو ځاني او مالي امنيت ګډوډ کړي او امنيتي ځواکونه بشپړ چمتووالى لري.
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښار يو شمېر اوسېدونکو هم وويل چې د امنيت په تامين کې د امنيتي ځواکونو هڅې د قناعت وړ دي او له مسوولينو څخه د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کوو.


د مطلب کود: 295697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295697/په-جوزجان-کې-درې-تنه-د-جعلي-پيسو-وېشلو-او-ناقانونه-وسلو-لېږد-تور-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com