کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د اوبو د کمښت د دایمي ستونزې د حل لپاره د حکومت ژمنه

31 اسد 1403 ساعت 14:19

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې له یو شمېر علماوو او مخورو سره په کتنه کې وویل، حکومت هڅه کوي چې له ټولو امکاناتو په استفادې په پلازمېنه کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.


آوا - کابل: د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.

يادو علماوو او مشرانو د کابل ښار د قصبې سيمې د اوسېدونکو ستونزې له رئیس الوزرا سياسي مرستيال سره په کتنه کې د څښاک د اوبو د کمښت او د استوګنې د ستونزو د حل په برخه کې مطرح کړې.

سياسي مرستيال وويل، چې د کابل ښار د قصبې سیمي د خلکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې هدايات ورکړي، تر څو له خلکو سره تر مشورې وروسته د ستونزو د حل لپاره مناسبه حل لاره ومومي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې له ټولو ممکنه لارو چارو څخه په استفادې په کابل کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه په اساسي ډول حل کړي او اړوندو ادارو په دې برخه کې خپلې هڅې پیل کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له درې کلنې واکمنۍ وروسته د پلازمینې په لویدیځ کې د کابل ۹۰ سلنه سیمې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.


د مطلب کود: 295671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295671/په-کابل-کې-د-اوبو-کمښت-دایمي-ستونزې-حل-لپاره-حکومت-ژمنه

آوا
  https://www.avapress.com