کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشريف ښار کې د ازبکستان په مالي مرسته د يوې سترې ديني مدرسې د بنسټ ډبره کيښودل شوه

31 اسد 1403 ساعت 11:25

د بلخ مرستیال والي په مزارشریف ښار کې د ازبکستان هېواد په مالي مرسته د خیرالمدارس امام بخاري (رح) په نوم د یوې لویې دیني مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې وویل: د مزارشريف ښار به د راتلونکو نسلونو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړي او د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي د دې خاورې د بچيانو د زده کړې په برخه کې جدي دي او د ازبکستان دغه اقدام ستايي.


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوی نورالهدی ابو ادریس په دې مراسمو کې وویل، چې د مزارشریف په نوی ښار کې د دغه دیني مدرسې د پرانیستلو له امله خوښ دي او دا چې د ازبکستان هیواد په ځانګړې توګه په دې ولایت کې د ساختماني چارو په برخه کې همکاري کوي مننه څیني کوو.

هغه زیاته کړه، په مزارشریف ښار کې د امام بخاري (رح) دیني مدرسه به د راتلونکو نسلونو لپاره د ښې روزنې زمینه برابره کړي او د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي د دې خاورې د بچیانو د تعلیم او تربیې په برخه کې جدي دي.

مولوي ابو ادریس څرګنده کړه، چې د اوسني نظام مسوولین د اقتصادي، امنیتي، سیاسي او تعلیمي برخو پرمختګ او ودې ته ژمن دي او په دې برخه کې ټول مسوولیت لري.

له بلې خوا د بلخ د علماوو شورا مشر شیخ محمد سعید هاشمي وویل: افغانستان او ازبکستان ډېر ورته والی او مشترکات لري، زیاته یې کړه: دا دواړه هېوادونه په ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او مذهبي اړخونو کې ډېر توپیر نه لري، نو له همدې امله د دواړو هېوادونو دیني عالمانو تل هڅه کړې، چې په بېلابېلو برخو کې پام ځانته راواړوي او ټول مسلمانان یو بل ته د زده کړو ورکولو مکلفیت لري.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د ازبکستان چارواکو د بلخ ولایت له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 295654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295654/په-مزارشريف-ښار-کې-د-ازبکستان-مالي-مرسته-يوې-سترې-ديني-مدرسې-بنسټ-ډبره-کيښودل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com