کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې سېلابونو ډېر مالي زيانونه اړولي دي

31 اسد 1403 ساعت 9:45

د پنجشېر ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په راغه ولسوالۍ کې پرون سېلابونه چاته ځاني زيان نه دى اړولى، خو ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تېر ماښام (سه شنبه د اسد ۳۰مه) د دغه ولایت رخه ولسوالۍ د سختو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو شاهده وه.

په پنجشېر کې د اسلامي امارت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدير محب الله جاهد وايي، دغه سېلاب ځاني زيان نه دی اړولی، خو ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه سېلاب له امله د يادې ولسوالۍ د جمال ورده، قبزان او حصارک کليو اوسيدونکو ته زيانونه اوښتي دي.

د ښاغلي جاهد په خبره، په دغو کلیو کې سېلابونو کرنيزې ځمکې، د استوګنې کورونه، سړکونه، د اوبو کانالونه او پلونه ويجاړ کړي دي.

هغه وويل چې سيمې ته ګرځنده ټيمونه تللي چې د زيانونو دقيقه اندازه معلومه کړي.

په دې وروستيو ورځو کې د هېواد بېلابېل ولايتونه د بارانونو او سېلابونو شاهدان دي، چې مرګ ژوبله او مالي زيانونه يې اړولي دي.

پرون ماښام د کابل لویدیځه سیمه هم د سیلابونو شاهده وه. دغه راز له سېلاب وروسته خبر ورکړل شو چې د برچي دشت په سرپل سيمه کې د يوه ماشوم مړى موندل شوى دى.


د مطلب کود: 295641

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295641/په-پنجشېر-کې-سېلابونو-ډېر-مالي-زيانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com