د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پنجشېر د ۲۴۹۱ کاراټ زمرد د ۳۷۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت نن (سه شنبه د اسد ۳۰مه) د دغه وزارت د چارواکو په حضور کې پلورل شوي دي.
د پنجشېر زمرد نږدې ٢٥٠٠ قيراط وپلورل شو
30 اسد 1403 ساعت 14:41
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پنجشېر د ۲۴۹۱ کاراټ زمرد د ۳۷۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت نن (سه شنبه د اسد ۳۰مه) د دغه وزارت د چارواکو په حضور کې پلورل شوي دي.
آوا - کابل: د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د کانونو د قانوني استخراج لپاره ۵۸۶ زمرد مسلکي جوازونه او ۳ روبي مسلکي جوازونه ویشل شوي چې د پنجشیر ولایت شاوخوا پنځلس زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کانونو او پټروليم وزارت د اعلاميې له مخې، د زمرد د ليلام په اتم پړاو کې چې د وږي په ٣٠مه، د پنجشېر ولايت په رسمي تالار کې د ٢٤٩١ کاراټ زمرد په ارزښت د ٣٧٥٥٠ امريکايي ډالرو په ارزښت و پلورل شو. د کانونو وزارت د وياند، د پنجشير ولايت د استازى، د کانونو رئيس او د پنجشير د سيمه ييزو ادارو مسوولينو، د کانونو کارګرانو، رسنيو او د افغانستان له ٧٥ څخه د زياتو ملي سوداګرو په شتون کې پلورل شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې څو ځلې د پنجشېر زمرد بېلابېل ډولونه پلورل شوي دي.
د مطلب کود: 295607